English | دری | پشتؤ
 
Quick News :
. . .
د کابینې ناتمامه داستان!

د کابینې ناتمامه داستان!

صمیم اکبري

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د حکومت له لوري د ور پېژندل شویو ۱۹ تنو نوماند وزیرانو له لوري یوازې نهو تنو ته د باور رایه ورکړه. ولسي جرګې لس تنه رد کړل. د ملي یووالي د حکومت کابینه له درې میاشتیني ځنډ وروسته د ملي یووالي د حکومت له لوري معرفي شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له لوري د ملي وحدت د حکومت ۷ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت رييس ته د اعتماد رایې د ورکولو هرکلی وکړ.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر د ملي وحدت د حکومت نویو وزیرانو ته د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله کوي او ډیر ژر به د پاتې وزارتونو لپاره نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپیژني.

ولسي جرګې د ملي وحدت د حکومت د ۸ تنو پیشنهادي وزیرانو، د کورنیو چارو د وزیر په توګه نور الحق علومي، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه صلاح الدین رباني، د مالیې د وزیر په توګه اکلیل حکیمي، د عامې روغتیا د وزیر په توګه د ډاکټر فیروز الدین فیروز، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه سیدحسین عالمي بلخي، د کانونو او پطرولیم د وزیر په توګه داوود صبا، د کلیو د پراختیا د وزیر په توګه نصیر احمد دراني، د حج او اوقافو د وزیر په توګه فیض محمد عثماني او د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه رحمت الله نبیل ته د باور رایې ورکړې.

که څه هم چې تمه وه، ولسي جرګه به د کابینې د معرفي کېدو د بار بار غوښتنو وروسته معرفي شوې ټولې کابینې ته د باور رایې ورکړي؛ خو د ولسي جرګې صلاحیت او واک ته په کتلو سره یې باید د پرېکړو احترام وشي.

له دې وړاندې وکیلانو په وار وار د کابینې د معرفي کولو غوښتنه درلوده. د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو بلاخره له ډېر دقت او بحثونو وروسته نوې کابینه معرفي کړه.

نوې کابینه تر ډېره حده له اوسنیو غوښتنو سره برابره وه. پاک او تخصصي کسان په کې ځای پر ځای شوي ول. خدای وکړي، چې ولسي جرګې دغه پرېکړه د هېواد د خیر لپاره کړې وي. نه د ځینو شخصي ګټو لپاره.

که څه هم چې په ولسي جرګې کې به له یوشمېر کسانو سره د ځینو شخصي معاملو او شخصي منافعو خبره مطرح وي؛ خو اکثریتو وکیلانو د ملي یووالي حکومت د نوې کابینې لپاره د تخصص لپاره رایه ورکړې وه. خو ځينو شخصیتونو ته په کتو ښکاري، چې له یوشمېر نوماند وزیرانو سره ناغېړي شوې ده. د بېلګې په ډول د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند او یا هم د سوداګرۍ وزارت لپاره له نوماندو. دواړه هغه کسان دي، چې لاس یې له هر ډول فساد نه پاک دی. لوستي او تخصصي کسان ول.

هېواد په خورا حساسو شرایطو کې قرار لري، د کابینې نه په کار کېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. له بلې خوا افغانستان ته په کور دننه او بهر ګڼ ګواښونه متوجه دي، چې د وزیرانو په کار پیلول یې کولای شي تر یوه حده مخنیوی وکړي. په ځانګړي ډول امنیتي او اقتصادي ګواښونه.

اوس چې ولسي جرګې لس تنه نوماند رد کړي، د ملي یووالي حکومت دواړه مشران دې هڅه وکړي، چې د ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو وړاندې نوي کسان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره ور وپېژني.

وکیلان هم باید د ملي ګټو لپاره خپله ژمنۍ رخصتي نوره هم وځنډوي او یا ترې تېر شي. نویو پېژندل کېدونکیو وزیرانو ته یوازې د وړتیا، صداقت او سپېڅلتیا له مخې رایه ورکړي. له دوی سره له دغو معیارونو پرته بل هېڅ شی باید مطرح نه وي. نه باید څوک هڅه وکړي، چې دا مساله قومي کړي.

په ځینو ټولنیزو شبکو او رسنیو کې یوشمېر کسان غواړي د ولسي جرګې له لوري رد شویو وزیرانو سره د ولسي جرګې چلند په قومي معاملې بدل کړي. دا توجیه د افغانستان لپاره ښې پایلې نه لري.

هیڅوک باید په دې فکر ونه کړي، چې له دې موقع نه د دښمن تبر ته لاستی واچوي. وکیلان هم باید له قومي او سمتي مسایلو لوړ فکر وکړي، نوماند وزیرانو ته یې د رایې ورکولو معیار یوازې او یوازې د هغوی تخصص، وړتیا، صداقت او تعهد وي.

هر هغه څوک چې دا بحث قومي کوي، په لوی لاس غواړي دښمن پياوړی کړي. نور نو د قومي وېش پر ځای باید د ملي یووالي پیاوړتیا لپاره کار وشي. هر هغه څوک چې وړتیا ولري باید ټولو ته محترم وي. لکه څنګه چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو په ډېر ښه شکل سره د ټول افغانستان استازې کابینه معرفي کړه.

TODAY'S WORD
Monitors Worry About Runoff Fraud
 

A number of Afghan election monitoring groups have warned that the runoff round of this year's presidential race could face increased fraud on the part of candidates so long as the Independent Election Commission (IEC) and the Electoral Complaints Commission (ECC) have staff members supporting one or the other candidate and engaging in fraud themselves. more......

DIALOGUE
Regional Experts Develop Common Vision for Future Afghanistan
Around 60 regional multidisciplinary and leading experts and specialists from Afghanistan, Pakistan, Iran, the Central Asian Republics, China, India, Russia and Turkey presented a common view on the future of Afghanistan in Kabul through the launch of the “Joint Declaration on Regional Peace and Stability.”click here..
Archive
Articles

Meeting a Young Dr. Abdullah

 
It had been a long journey into the Hindu Kush mountains, starting in the Northwest of Pakistan in the summer of 1987. We began by secretly crossing the border into Afghanistan, trekking through Nuristan and finally making it over half a dozen 10,000-foot mountains to the Panjshir Valley. There, I   more......
 


Abdullah Abdullah Moves Toward Center of Afghan Power

 

KABUL, Afghanistan — AFTER decades roaming the margins of power — as a close aide to the revered resistance leader Ahmed Shah Massoud, as a foreign minister and later as Afghanistan’s perennial opposition leader — Abdullah Abdullah may finally be arriving at the center of it all.Since his electoral loss to President Hamid Karzai in 2009, Mr. Abdullah, who is of mixed Pashtun and Tajik ethnicity, has widened his political base, having used persuasion and energy to forge alliances built  more......

Archive
Biography
Dr. Abdullah Abdullah: In His Own Words
 
I was born about fifty years ago in this house (pointing to his father’s house located in Kart-e-Parwan, Kabul). My father Ghulam Muhayuddin was from Kandahar province and my mother was from Panjshir. Before moving to Kart-e-Parwan my parents lived in the De Afghanan area of Kabul more......
Archive
VIDEO GALLERY

The Afghan Election  The Man Who Could Upset Karzai

In Afghanistan's presidential race, the top challenger to President Karzai is former Foreign Minister Abdullah Abdullah

View all Videos